جمعه, جولای 31, 2026
جمعه, جولای 31, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د هېواد اوسنی د واکمنۍ نظام ناکام شوی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، ویلي چې د هېواد اوسنی د واکمنۍ نظام نور د هېواد د ملي ستونزو د حل توان نه لري او بنسټیز بدلونونه اړین دي. نقوي د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوې اقتصادي غونډې ته وویل، که اوسنی نظام همداسې روان وي، پاکستان به لس کاله وروسته هم له همدې ستونزو سره مخ وي. هغه وویل: «هغه نظام چې موږ اوس تر چتر لاندې ژوند کوو، ناکام شوی دی. په دې نظام کې ستونزې نه شي حل کېدای. که همدا نظام دوام وکړي، لس کاله وروسته به هم همدلته ناست یو او د همدې ستونزو په اړه به خبرې کوو.» د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، د واکمنۍ د اساسي ستونزو د حل لپاره باید د واک یوه برخه سیمه‌ییزو ادارو ته وسپارل شي او نوې اداري برخې جوړې شي، چې د ولایتونو یا بل مناسب نوم لاندې تنظیمېدای شي.

- Advertisment -spot_img