پنجشنبه, جولای 30, 2026
پنجشنبه, جولای 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا غواړي یوه افغانه ښځه د داعش د ملاتړ په تور افغانستان ته وباسي

۸ زمری ۱۴۰۵ – د امریکا حکومت غواړي یوه افغانه ښځه، چې د داعش له الهام اخیستي بریدیز پلان څخه د ملاتړ په تور تورنه شوې، افغانستان ته وباسي. د راپورونو له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې د نوموړې د ایستلو غوښتنه د بهرنیو ترهګرو د ایستلو محکمې ته وړاندې کړې ده. ټاکل شوې چې د دې قضیې اورېدنه د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۸مه، په واشنګټن کې ترسره شي. د دې قضیې تورنه نظیره حاجي‌زاده نومېږي، چې د امریکا د ټکساس ایالت د فورټ ورث ښار اوسېدونکې ده. نوموړې د روانې اوونۍ په پیل کې نیول شوې ده. اسوشیټېډ پرېس د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې (FBI) په حواله راپور ورکړی چې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، نظیره حاجي‌زاده د داعش ملاتړې ده او خپل ماشومان یې هم دې ډلې ته د وفادارۍ اعلان کولو ته اړ کړي دي. د فدرالي پلټنو ادارې په وینا، نوموړې د خپلو خپلوانو له هغه بریدیز پلان څخه هم ملاتړ کړی چې هدف یې په امریکا کې د داعش له ایډیولوژۍ څخه الهام اخیستی برید ترسره کول و.

- Advertisment -spot_img