چهارشنبه, جولای 29, 2026
چهارشنبه, جولای 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رویټرز: چین له حوثیانو سره مستقیمې خبرې کړې

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې چین له یمني حوثیانو سره مستقیمې خبرې کړې دي، څو د دغه هېواد د تېلو لېږدوونکې بېړۍ وکولای شي د سره سمندر له سوېلي برخې څخه له برید پرته تېرې شي. دا خبرې وروسته له هغې شوې چې حوثیانو د سعودي عربستان بندرونو ته د تګ راتګ د محدودولو ګواښ وکړ او نړیوالو باروړونکو شرکتونو ته یې خبرداری ورکړ چې د سعودي په بندرونو کې د بار پورته کولو یا ښکته کولو په صورت کې یې بېړۍ د برید له خطر سره مخ کېدای شي. د رویټرز په وینا، بیجینګ هڅه کوي د سعودي عربستان د ینبع بندر له لارې د تېلو صادرات روان وساتي، څو د هرمز تنګي د محدودېدو له امله د رامنځته شوي کمښت اغېزې راکمې کړي. د کپلر، LSEG او MarineTraffic د معلوماتو له مخې، د حوثیانو د محدودیتونو له اعلان وروسته، لږ تر لږه څلورو نفت‌لېږدوونکو بېړیو د سعودي عربستان له بندرونو څخه چین ته خام نفت لېږدولي او د باب‌المندب تنګي له لارې تېرې شوې دي.

- Advertisment -spot_img