د افغانستان د فوټبال روزونکي احمد سهیل سحري د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) د A درجې معتبر روزنیز جواز ترلاسه کړی دی. سحري د روزنیز کورس له بشپړولو، په تخنیکي ازموینو کې له بریالیتوب او د ټولو اړینو پړاوونو له تېرولو وروسته یې دغه معتبر سند ترلاسه کړی دی. نوموړی د افغانستان د ځوانانو د ملي لوبډلو پخوانی روزونکی دی او اوس مهال په استرالیا کې د یوه فوټبال کلب د روزونکي په توګه فعالیت کوي. د A درجې روزنیز جواز په اسیا کې د فوټبال له مهمو مسلکي سندونو څخه شمېرل کېږي، چې ترلاسه کول یې روزونکو ته د مسلکي لوبډلو او لوړې کچې سیالیو کې د فعالیت زمینه لا پراخوي.



