سه شنبه, جولای 28, 2026
سه شنبه, جولای 28, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د آزادۍ جبهې ادعا: د بدخشان په زیباک کې د طالبانو د بریدونو مخنیوی وشو

د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د دې جبهې ځواکونو د دوشنبې په ماښام، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۵مه، شاوخوا د شپې لس بجې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو د څو بریدونو مخنیوی کړی دی. دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د بریدونو له مخنیوي وروسته، د دوی ځواکونو له دوو محورونو څخه ځوابي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې طالبان د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته اړ شوي چې د جګړې له سیمې څخه ووځي. د آزادۍ جبهې د ادعا له مخې، په دې نښته کې ۵ طالب کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. دې جبهې همداراز ادعا کړې چې په دغه نښته کې د دوی ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

- Advertisment -spot_img