یکشنبه, جولای 26, 2026
یکشنبه, جولای 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

انتونیو ګوتریش په دمشق کې له احمد الشرع سره وکتل

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دمشق کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره لیدنه کړې او د سیاسي لېږد، بیارغونې او د دغه هېواد د بیا رغونې په برخه کې د ملګرو ملتونو او سوریې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند دفتر د یکشنبې په ورځ، د اسد په ۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ګوتریش د سوریې د سیاسي لېږد په بهیر کې د رامنځته شویو پرمختګونو هرکلی کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي لېږد د بهیر د چټکتیا د ساتلو لپاره د ټولو خواوو پراخ ګډون اړین بللی او ویلي یې دي چې دغه بهیر باید د ټولو سوریایانو لپاره د یوې سوله‌ییزې، باثباته او پرمختللې سوریې د جوړېدو لامل شي. ګوتریش یو ځل بیا د سوریې د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي په اړه د ملګرو ملتونو ژمنتیا څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي د شنبې په ورځ دمشق ته تللی و. دا په تېرو ۱۷ کلونو کې د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي سوریې ته لومړنی سفر بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img