پنجشنبه, جولای 23, 2026
پنجشنبه, جولای 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ایران بشري مرستې نورستان ته ورسېدې

د ایران سفارت په کابل کې ویلي، د دغه هېواد د بشري مرستو یوه جوپه د نورستان ولایت مرکز پارون ته رسېدلې ده، څو د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي. سفارت د پنجشنبې په ورځ، د زمري لومړۍ، په اېکس کې لیکلي چې په دې مرستو کې اوړه، غوړي او نور اړین خوراکي توکي شامل دي، چې د نورستان د سېلاب ځپلو لپاره ځانګړي شوي دي. تر دې وړاندې هند هم افغانستان ته د سېلاب ځپلو د ملاتړ لپاره د بشري مرستو یوه جوپه استولې وه. بل لور ته، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک بېړنیو سرپناوو، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته سخته اړتیا لري. د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د معلوماتو له مخې، په نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه شوي، ۸۰ کسان ټپیان شوي او نږدې ۱۰۰ کسان لا هم ورک دي.

- Advertisment -spot_img