نیویارک ښاروال زهران ممداني وايي، د دې ښار اداره قانوني واک نه لري چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ونیسي او یا د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د نیولو حکم پلي کړي. ممداني، چې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د نتانیاهو د نیولو ژمنه کړې وه، ویلي چې د هغه ادارې د دې امکان د ارزونې لپاره ټولې قانوني لارې څېړلې دي؛ خو د نړیوالې جنایي محکمې د نیولو حکم د پلي کولو صلاحیت د امریکا د فدرالي حکومت په واک کې دی. هغه له واشنګټن څخه غوښتي چې که نتانیاهو نیویارک ته سفر وکړي، د نړیوالې جنایي محکمې حکم دې عملي کړي. ټاکل شوې ده چې نتانیاهو د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)