د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. حامد کرزي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د شاپور ځدراڼ د مړینې خبر یې سخت خواشینی کړی او نوموړی یې د افغانستان د کرکټ له لومړنیو ستورو څخه بللی، چې د ملي لوبډلې د پیاوړتیا او د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره یې نه هېرېدونکې هڅې او ارزښتناکې کارنامې ترسره کړې دي. کرزي د مرحوم کورنۍ، دوستانو او د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي او د لوی خدای (ج) له درباره یې شاپور ځدراڼ ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.



