د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو د دوشنبې په ورځ یو افغان ډاکټر او لږ تر لږه ۱۰ افغان زدهکوونکي، چې د دغه ایالت په پوهنتونونو او ښوونیزو روغتونونو کې یې لوړې زدهکړې او مسلکي روزنه کوله، نیولي دي. د تر لاسه شویو معلومات له مخې، لس تنه نیول شوي زدهکوونکي د قائداعظم طبي پوهنتون او د بهاولپور په ښوونیز روغتون کې د لوړو طبي زدهکړو په پړاو کې وو او هماغلته ونیول شول. همدارنګه سرچینو ویلي، افغان ډاکټر نورالله هم د پنجاب ایالت په سوېل ختیځ کې د ساهیوال له ښوونیز روغتون څخه نیول شوی دی. پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو نیونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې، یاد کسان د ویزو د مودې له پای ته رسېدو وروسته نیول شوي دي. دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو او زدهکوونکو د نیولو او ایستلو لړۍ د استوګنې د اسنادو او ویزو د ستونزو له امله چټکه شوې ده



