د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا فوندرلاین وايي، اروپايي ټولنه به د روسیې پر ضد د بندیزونو تګلاره او له اوکراین سره پوځي مرستې روانې وساتي. هغې ویلي، اوکراین لا ډېرو هوايي دفاعي وسایلو ته اړتیا لري او دا موضوع به د ناټو په غونډه کې، چې په انقره کې جوړېږي، وڅېړل شي. فوندرلاین زیاته کړې، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې په راتلونکو ورځو کې د روسیې پر ضد د بندیزونو د یوویشتمې بستې په اړه هوکړه وروستۍ کړي. هغې ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او پر روسیې به د فشار د زیاتولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.



