چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

برېښنا: د ترکیې سونای شرکت په هېواد کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

عبدالحق همکار، د افغانستان برېښنا شرکت لوی اجرائیه رئیس، د ترکیې د سونای شرکت د افغانستان د څانګې له د چارو له مشر فهیم سولاک سره په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې او ګډ کار پر لارو چارو خبرې کړې دي. په دې کتنه کې عبدالحق همکار وویل، افغانستان د برېښنا د تولید د سرچینو له پلوه د سیمې له شتمنو هېوادونو څخه دی او په دې برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې او زمینه برابره ده. هغه زیاته کړه چې پانګوال کولای شي د برېښنا د تولید په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. بل لوري ته، فهیم سولاک د سونای شرکت د هغو لومړنیو څېړنو او ارزونو موندنې له د افغانستان برېښنا شرکت له مشر سره شریکې کړې، چې دغه شرکت یې د تېر نږدې یو کال په موده کې په افغانستان کې د برېښنا د تولید د وړتیاوو په اړه ترسره کړې دي. د کتنې په پای کې، عبدالحق همکار ډاډ ورکړ چې د افغانستان برېښنا شرکت د سونای شرکت سره د برېښنا د تولید د پروژو د پلي کېدو لپاره هر ډول اړینې همکارۍ ته بشپړ چمتووالی لري.

- Advertisment -spot_img