شنبه, جولای 4, 2026
شنبه, جولای 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ : ایران د هوکړې لپاره لېوالتیا لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران د هوکړي لپاره “ډېره لېوالتیا” لري او په دې برخه کې پرمختګ غواړي. الجزیرې د شنبې په ورځ، د جولای ۴مه، خبر ورکړی چې ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځنو د پیل په مناسبت په خپله وینا کې کړې دي. خبر زیاتوي چې ټرمپ په مونټ راشمور کې د وینا پر مهال د کمونیزم د ګواښ او د امریکا د پوځي ځواک په اړه هم خبرې کړې دي. هغه ویلي: «موږ وینزویلا په یوه ورځ کې مات کړ او ایران مو سخت مات کړ. هغوی د هوکړي لپاره ډېر لېواله دي؛ هغوی په شدت غواړي چې هوکړه وکړي.» په همدې وینا کې د ټرمپ له خولې داسې ادعا هم نقل شوې چې ګواکې تهران ته د علي خامنه‌يي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره “یوه اوونۍ مهلت” ورکړل شوی و. بل لور ته، ټرمپ تر دې مخکې هم د ایران په اړه څو ځله دا ادعا کړې چې تهران له واشنګټن سره د توافق غوښتونکی دی، خو دا څرګندونې تل د سیاسي بحثونو او اختلافونو سبب شوې دي.

- Advertisment -spot_img