د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په تهران کې د بنګلهدېش د پارلمان له مشر حفيظالدين احمد سره ليدنه کړې ده. د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا، په ځانګړي ډول د سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا پر موضوع خبرې شوې دي. متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو وړتياوو اهميت ته اشاره کړې او دغه فرصتونه يې د اقتصادي اړيکو د ودې لپاره مهم بللي دي. د بنګلهدېش د پارلمان مشر هم ويلي چې د اقتصادي اړيکو پراختيا د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېږي.



