د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، ادعا کړې چې د دغه هېواد «مخنیوی کوونکی ځواک» به د اسرائیل له لوري د جګړې د بیا پیل مخه ونیسي. هغه ټینګار وکړ چې تهران به امریکا ته د هرمز په ستراتیژیک تنګي کې د هر ډول لاسوهنې اجازه ور نه کړي. د «دانشجو» خبري اژانس د راپور له مخې، قالیباف د جمعې په ورځ وویل، ایران د هرمز په تنګي کې د امریکا هر ډول حضور او لاسوهنه د منلو وړ نه بولي او اجازه به یې ور نه کړي. هغه زیاته کړه چې تهران به د چینایي بېړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره په دې ستراتیژیک سمندري مسیر کې شته خنډونه لرې کړي، ځکه د هغه په وینا چین «د سختو ورځو پر مهال» د ایران ترڅنګ ولاړ و. د ایران د پارلمان رئیس د تهران او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د کچې پر لوړولو هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سیمې وروستیو بدلونونو، په ځانګړې توګه له وروستۍ جګړې وروسته، داسې وضعیت رامنځته کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو لا پراختیا تر بل هر وخت ډېره اړینه کړې ده. قالیباف هیله څرګنده کړه چې د ایران او چین اړیکې به په سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو برخو کې لا پراخې او پیاوړې شي.



