جمعه, جولای 3, 2026
جمعه, جولای 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مجتبی خامنه‌یي به د جنازې په مراسمو کې په علني ډول ګډون ونه کړي

آیت‌الله حکیم الهي، په هند کې د ایران د رهبر استازي، ویلي چې د ایران نوی رهبر، مجتبی خامنه‌یي، به د امنیتي اندېښنو له امله د خپل پلار، علي خامنه‌یي، د جنازې په مراسمو کې په ښکاره ګډون ونه کړي. هغه د انډیا ټوډې رسنۍ ته ویلي: «تېره اوونۍ ایران ته تللی وم او له هغو دوستانو سره مې خبرې وکړې چې له هغه (مجتبی خامنه‌یي) سره یې لیدلي وو. هغوی وویل چې هغه غواړي د خلکو منځ ته ولاړ شي او له خلکو سره وویني، خو امنیتي ځواکونو ورته اجازه نه ورکوله.» د ایران د رهبر استازي په هند کې زیاته کړه: «هغوی وویل چې دا کار ډېر خطرناک دی او موږ نه شو کولای د هغه امنیت خوندي کړو. زما په اند، هغه به په عام محضر کې راڅرګند نه شي.»

- Advertisment -spot_img