د ایران د پخواني رهبر علي خامنهاي د جنازې مراسم په تهران کې د بېلابېلو هېوادونو د رسمي پلاوو او سیاسي څېرو په ګډون دوام لري. په دې مراسمو کې د افغانستان د حزب وحدت اسلامي خلکو مشر محمد محقق او د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ګډون کړی دی. د تسنیم خبري اژانس د دغو دوو افغان څېرو انځورونه د تهران په مصلا کې د خامنهاي د جسد د دعا او ادای احترام پر مهال خپاره کړي دي. د راپورونو له مخې، تهران نن د ګڼو هېوادونو د پلاوو او له ایران سره د متحدو ډلو د استازو کوربه دی. تر اوسه د ترکمنستان ملي مشر، د عراق ولسمشر او د پارلمان رئیس، د ارمنستان لومړی وزیر، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، د چین د ولسي کانګرس مرستیال او د سیمهییزو ډلو یو شمېر پلاوي تهران ته رسېدلي دي. همدارنګه د طالبانو د رئیسالوزرا مرستیال عبدالغني برادر او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د مراسمو د ګډون لپاره تهران ته تللي دي. د اعلان شوي پروګرام له مخې، د تشییع او ویر مراسم به څو ورځې دوام وکړي؛ لومړی په تهران، وروسته په قم، بیا په عراق (کربلا او نجف) او په پای کې په مشهد کې پای ته رسېږي. د همدې پلان له مخې، د خامنهاي مړی به د هغه د وصیت له مخې د امام رضا په حرم کې په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.



