جمعه, جولای 3, 2026
جمعه, جولای 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د بلوچستان په ژوب کې د مسافروړونکي بس د غورځېدو پېښه

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ په یوه دره کې د مسافروړونکي بس د غورځېدو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. د پاکستان پولیسو ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه د بس د بریکونو د خرابېدو له امله رامنځته شوې ده. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. یاد بس له کوټې ښار څخه پېښور ته روان و چې د ژوب ولسوالۍ په اړونده سیمه کې له سړک څخه واوښت او یوې درې ته وغورځېد. ژغورونکو ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

- Advertisment -spot_img