پنجشنبه, جولای 2, 2026
پنجشنبه, جولای 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

قالیباف: د هرمز تنګي کنټرول د خبرو اترو وړ نه دی

د ایران د مجلس رئیس، محمدباقر قالیباف، ویلي چې تهران به د هرمز تنګي د کنټرول په اړه هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي او له متحده ایالاتو یې غوښتي چې د دواړو هېوادونو د هوکړه‌لیک له چوکاټه ونه وځي. قالیباف په یوه مرکه کې ویلي، ایران به په راتلونکو ۶۰ ورځو کې هم په هرمز تنګي کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي او له عمان سره یې ټول حقوقي او خدماتي ترتیبات بشپړ کړي دي. هغه دا ادعا هم وکړه چې د امریکا د حکومت د چارواکو ترمنځ د ایران په اړه د چلند پر څرنګوالي اختلافات شته. نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، تورن کړ چې د خلیج هېوادونه د ایران پر ضد راپاروي او لبنان له اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو ته هڅوي. قالیباف ټینګار وکړ چې ایران لا هم له امریکا سره لاسلیک شوي هوکړه‌لیک ته ژمن دی، خو زیاته یې کړه چې تهران خبرې اترې له «دښمن» سره د یوې جګړې په څېر ګڼي. ایران او متحده ایالاتو د جون په ۱۷مه د جګړې د پای ته رسولو په موخه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. له هغې وروسته، په سویس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو اترو لومړی پړاو پیل شو.

- Advertisment -spot_img