د ترکیې د (NKY) شرکت غواړي په افغانستان کې د برېښنا د تولید د تاسیساتو د بیا رغونې او له کثافاتو څخه د برېښنا د تولید په برخو کې پانګونه وکړي. د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د یاد شرکت له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې افغانستان د برېښنا په ګډون د بېلابېلو رغنیزو او پراختیايي برخو لپاره پراخ فرصتونه لري او بهرني پانګهوال کولای شي په ډاډه فضا کې پانګونه وکړي. هغه زیاته کړه چې د برېښنا سکتور د ودې لپاره اسانتیاوې برابرې دي او حکومت هڅه کوي د انرژۍ په برخه کې د خصوصي سکټور ونډه لا ډېره کړي.



