چهارشنبه, جولای 1, 2026
چهارشنبه, جولای 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حنفي: جګړه د ۲۱مې پېړۍ د ستونزو حل نه دی

د طالبانو د رئیس‌الوزراء اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، وايي جګړه په ۲۱مه پېړۍ کې د ستونزو د حل لاره نه ده او هېوادونه باید د ورانۍ پر ځای خپلې انرژۍ او سرچینې د پرمختګ او ودې لپاره وکاروي. حنفي دغه څرګندونې په کابل کې د صنعت او کانونو اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. نوموړي وویل، د طالبانو تګلاره له ټولو هېوادونو سره د سوله‌ییزو اړیکو، متقابل درناوي او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ولاړه ده. هغه زیاته کړه، طالبان د صنعتوالو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو هڅه کوي، څو افغانستان له واردوونکي هېواد څخه پر صادرونکي هېواد بدل کړ.

- Advertisment -spot_img