امریکا د استازو جرګې د دوهم ځل لپاره هغه طرحه رد کړه چې هدف یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د صلاحیتونو محدودول وو، څو له کانګرس د مخکیني اجازې پرته په لبنان کې د پوځي عملیاتو لپاره د امریکايي ځواکونو کارول ونه شي. دغه طرحه د ډیموکراتې استازې رشیده طلیب له خوا وړاندې شوې وه او د ۱۸۹ موافقو او ۲۳۵ مخالفو رایو په توپیر ناکامه شوه. د طرحې اصلاح شوې بڼه هم وړاندې شوې وه، خو تصویب نه شوه. د اصلاح شوې نسخې له مخې، ولسمشر مکلف کېده چې په اوو ورځو کې امریکايي ځواکونه له هر ډول جنګي عملیاتو په لبنان کې وباسي، خو د امنیتي همکارۍ او د ډیپلوماټیکو تاسیساتو ساتنه پکې مستثنا شوې وه. د ډیموکرات ګوند مشرانو ویلي چې اوس مهال امریکايي ځواکونه په لبنان کې په جګړهییزو عملیاتو کې ښکېل نه دي. دا رایګیري په داسې حال کې شوې چې د لبنان په جنوبي پولو کې امنیتي کړکېچ دوام لري.



