یکشنبه, جون 28, 2026
یکشنبه, جون 28, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

فضل‌احمد معنوي: هېڅ حکومت د زور او انحصار له لارې تلپاتې کېدای نه شي

فضل‌احمد معنوي، د افغانستان پخواني د عدلیې وزیر، د طالبانو د اړیکو کمېسیون د مشر شهاب‌الدین دلاور د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هېڅ حکومت یوازې د واک د انحصار او یا د بدیل د نشتوالي په ادعا مشروعیت نه شي ترلاسه کولی. هغه ویلي، د یوه سیاسي نظام مشروعیت هغه مهال رامنځته کېږي چې د عدالت، د خلکو د ګډون، ولسي رضایت، د قانون د واکمنۍ او حساب‌ورکونې پر بنسټ ولاړ وي. معنوي د طالبانو هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې اختلافونه پای ته رسېدلي دي. د هغه په وینا، اوسنی چوپتیا د مخالفانو د ځپلو، د خپلواکو رسنیو د محدودولو، د ټاکنو د نشتوالي او د سیاسي ګوندونو د فعالیت د مخنیوي پایله ده. هغه زیاته کړې چې تلپاتې امنیت هغه مهال شونی دی چې د هېوادوالو بنسټیز حقونه، مدني ازادۍ، سیاسي ګډون، د ښځو حقونه، د ټولو قومونو حقونه او انساني کرامت خوندي شي. معنوي همدارنګه ویلي، د طالبانو د حکومت نه په رسمیت پېژندل کېدل د اساسي قانون د نشتوالي، د ټاکنو د نه ترسره کېدو، د سیاسي ګډون د نشتوالي او د خلکو پر حقونو او ازادیو د پراخو محدودیتونو له امله دي. هغه په پای کې هیله څرګنده کړې چې د عدالت غوښتونکي ځواکونه به یو ځل بیا افغانستان ته ستانه شي او ټینګار یې کړی چې هېڅ حکومت د زور او د مخالفو غږونو په چوپولو سره د تل لپاره نه شي پاتې کېدای.

- Advertisment -spot_img