د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې له لبنان سره د هوکړې چوکاټ «تاریخي لاسته راوړنه» ده او دا هوکړه د ایران او حزبالله لپاره «لوی ګوزار» بلل کېږي. هغه د شنبې په شپه د جون ۲۷مه ویلي چې د دې هوکړې له مخې امریکا او لبنان د اسراییل هغه حق په رسمیت پېژني چې د اړتیا په صورت کې د لبنان په خاوره کې د امنیتي حایلې سیمې ساتنه وکړي. نتانیاهو زیاته کړې چې اسراییل به تر هغه دغه سیمه تر خپل کنټرول لاندې وساتي څو پورې چې حزبالله او نورې وسلهوالې ډلې بې وسلې شي او د اسراییل له خاورې ګواښونه له منځه لاړ شي. د اسراییلو لومړي وزیر همدارنګه ادعا کړې چې ایران هڅه کوله اسراییل اړ کړي چې له جنوبي لبنان څخه ووځي، خو دا هڅه ناکامه شوې ده. د هغه په وینا، اسراییل او لبنان د یوه ازمایښتي پلان پر سر هم هوکړې ته رسېدلي دي، چې له مخې به یې د «ژېړې کرښې» ته نږدې په دوو سیمو کې د حزبالله بې وسلې کول عملي کېږي او د دغو سیمو اداره به د لبنان پوځ ته وسپارل شي.



