یکشنبه, جون 28, 2026
یکشنبه, جون 28, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان او ایران ترمنځ د زیارتي سفرونو او سیاحت د پراختیا په اړه خبرې وشوې

علي‌رضا بیکدلي، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست، د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال قدرت‌الله جمال سره لیدنه کړې ده. په کابل کې د ایران سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاحت او زیارتي سفرونو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال د ایران له لارې سپېڅلو زیارتونو ته د افغان زیارت‌کوونکو د تګ راتګ د اسانتیاوو پر برابرولو او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

- Advertisment -spot_img