یکشنبه, جون 28, 2026
یکشنبه, جون 28, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: که جګړه بیا پیل شي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور شتون ونه لري

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اوربند د ماتېدو او د امریکا د ځواکونو له لوري د جنوبي ایران پر ځینو هدفونو تر بریدونو وروسته، که جګړه بیا پیل شي نو «د ایران اسلامي جمهوریت به نور په وجود کې پاتې نه شي». ټرمپ د یکشنبې په سهار (۲۸ جون) په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشل کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې امریکایي الوتکو د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمو او همدارنګه د ساحلي راداري مرکزونه په نښه کړي دي. د هغه په وینا، دا بریدونه د اوربند د بیا بیا سرغړونې په ځواب کې ترسره شوي دي. هغه زیاته کړې: «امکان شته چې هغوی هېڅکله عبرت وانخلي. داسې وخت راتللی شي چې موږ نور منطقي چلند ونه کړو او اړ شو هغه ماموریت چې په بریالیتوب پیل شوی، په بشپړ ډول د پوځي لارې پای ته ورسوو. که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور وجود ونه لري.»

- Advertisment -spot_img