هیله نجیب، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله لور، په خپله فېسبوک پاڼه کې د خپل پلار د سولې، ملي پخلاينې او د ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو او نظرونو یادونه کړې ده. هغې لیکلي چې ډاکټر نجیبالله د خپلې ولسمشرۍ پر مهال، له ۱۹۸۷ تر ۱۹۹۲ کال پورې، د «ملي پخلاينې» تګلاره د جګړو د پای ته رسولو، د افغانانو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا او په هېواد کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو په موخه وړاندې کړې وه. د هیله نجیب په وینا، د ډاکټر نجیبالله د حکومت پر مهال د اساسي قانون بدلونونه وشول، د څوګوندي نظام د فعالیت زمینه برابره شوه او د دولتي ادارو د پیاوړتیا هڅې ترسره شوې. هغې زیاته کړې چې ډاکټر نجیبالله باور درلود چې د افغانستان ستونزې باید د خبرو، تفاهم او سیاسي جوړجاړي له لارې حل شي، نه د جګړې او تاوتریخوالي له لارې. هیله نجیب همدارنګه ټینګار کړی چې که څه هم د ډاکټر نجیبالله حکومت په ۱۹۹۲ کال کې د کورنیو جګړو، سیاسي اختلافاتو او بهرنیو لاسوهنو له امله نسکور شو، خو د هغه د ملي پخلاينې او د خبرو له لارې د ستونزو د حل لیدلوری لا هم د یو شمېر افغانانو ترمنځ پاتې دی. هغې په پای کې لیکلي: «د نجیبالله هیله ژوندۍ ده.»



