جمعه, جون 26, 2026
جمعه, جون 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حامد کرزي د عاشورا ورځې درناوی وکړ او پر ملي یووالي یې ټینګار وکړ

پخواني ولسمشر حامد کرزي د عاشورا ورځې، چې د امام حسین (رض) د شهادت له کلیزې سره برابره ده، په مناسبت د کربلا د شهیدانو یاد ته د دعا او درناوي ترڅنګ، د حسيني نهضت د سمونیز پیغام او د افغانستان د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. کرزي په خپل پیغام کې ویلي، امام حسین (رض) د ټولنیزو کږلارو پر وړاندې په درېدو او د ټولنې د سمون او مسؤولیت‌منلو لپاره په مبارزه کې تر وروستۍ سلګۍ ودرېد او د کربلا تلپاتې حماسه یې رامنځته کړه. هغه زیاته کړې چې د افغانستان خلک د نورو مسلمانانو په څېر د عاشورا له ورځې درناوی کوي او د رسول الله ﷺ د اهل‌بیتو مینه د خپلمنځي یووالي، ورورولۍ او ملي پیوستون لامل ګڼي. پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې هېوادوال به د عاشورا ورځې له معنوي ارزښتونو او برکتونو څخه په ګټې اخیستنې، د یو متحد، پیاوړي او په علم او پوهه سمبال افغانستان د پرمختګ او غوړېدو لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

- Advertisment -spot_img