د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې د دویم پړاو چارې، چې له شبرغان څخه تر دښتالوان پورې غځېدلې دي، تر اوسه ۹۰.۸ سلنه بشپړې شوې دي. د برېښنا شرکت په وینا، دغه پروژه د هېواد د برېښنا په برخه کې له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده او لومړی پړاو یې مخکې بشپړ شوی دی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادې پروژې له ټولټال ۳۰۵ کیلومتره مزي څخه ۲۰۲ کیلومتره غځول شوي دي. همدارنګه، له ۷۷۵ پایو څخه ۷۴۷ پایې درول شوې او جوړې شوې دي او د ۷۷۵ پایو له ډلې د ۷۷۲ پایو بنسټونه بشپړ شوي دي. برېښنا شرکت زیاته کړې چې د دې پروژې درېیم پړاو، چې له دښتالوان څخه تر ارغندۍ پورې غځېدلی، د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پلي کېږي. د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه له دوامدارې او ډاډمنې برېښنا څخه برخمن شي



