- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اوکراین جګړه؛ نن په ابوظبۍ کې درې‌اړخیزې خبرې پیلېږي

په متحده عربي اماراتو کې د امریکا، روسیې او اوکرایني چارواکو ترمنځ د اوکراین جګړې په اړه درې‌اړخیزې خبرې پیل شي.
دا خبرې به نن او سبا دوام ومومي چې پکې به د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وشي.
بلخوا رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې روسیې او اوکراین د دغو خبرو له پیلېدو مخکې د ځینو لانجمنو سیمو پر سر د جوړجاړي لپاره یو څه نرمښت ښودلی دی.
د راپورونو له مخې چې د امریکا په منځګړیتوب به د متحده عربي اماراتو په پیلېدونکو مذاکراتو کې د اوکراین، روسیې او سیمې پر امنیتي تضمینونو تمرکز وشي او د لانجمنو سیمو په اړه به احتمالي هوکړه ته لار هواره شي.
په ورته مهال د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرکئي لاوروف هم تایید کړې چې د مسکو او کي‌يف ترمنځ به خبرې نن پيل شي.
تر دې مخکې هم د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې شوې وې چې تر ډېره یې مثبته پایله نه وه لرلې.
په ورته مهال د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین سولې باید د ټولو اړخونه په خوښه وشي.

- Advertisment -spot_img