د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت نوي ټاکل شوي چارسمبالي، ښاغلي سیګوالډ ټومن هاګ، وکتل.
په دې کتنه د هیواد د بهرنیو چارو وزیر نوموړي ته په خپل نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز یې د افغانستان او ناروې پر تاریخي اړیکو او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې وکړې.
ښاغلي هاګ د افغانستان له لوري د ښه کوربهتوب او همکارۍ مننه وکړه او د امنیت، نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او اقتصادي ثبات په برخو کې یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل.
په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او یو شمېر نورو ګډو موضوعاتو په اړه هم د نظرونو تبادله ترسره شوه.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)