- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا کې د کانګرس لسګونو غړو د افغان کډوالو د ایستلو د پلان لغوه کېدو غوښتنه کړې

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک‌وېن مولین ته په یوه لیک کې له هغوی غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي.
د یاد لیک له مخې، د کانګرس غړو د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې ګواکې د ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي له ۱۵۰ زیات افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
د کانګرس غړو ویلي چې په دغو کسانو کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې او د امریکا حکومت یې د خوندیتوب ژمنه کړې ده.
هغوی ټینګار کړی چې د دغو افغانانو بېرته افغانستان ته لېږل د هغوی ژوند او خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.
په لیک کې د احتمالي ایراني کډوالو د ایستلو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او له ټرمپ ادارې غوښتل شوي چې د افغانانو او ایرانیانو د بېرته لېږلو لپاره پلان شوې الوتنې لغوه کړي.
د کانګرس غړو له امریکایي چارواکو غوښتي چې د دغو کډوالو د خوندیتوب په اړه خپلې ژمنې عملي کړي او د هغوی د جبري ستنولو مخه ونیسي.

- Advertisment -spot_img