په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسیناسیون نوی کمپاین نن (دوشنبې/ د لړم یوولسمه) پیلېږي.
له «پولیو څخه پاک افغانستان» ادارې له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو سره د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي او په هېواد کې د هغې د له منځه وړلو په هڅو کې ونډه واخلي.
دا واکسیناسیون له دې کبله هم مهم دی چې سږ کال تر تېرو کلونو په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ډېرې ثبت شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال تراوسه پورې په افغانستان کې د ګوزڼ ۴۲ پېښې ثبت شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د افغانستان پرتله په پاکستان کې د ګوزڼ ډېرې پېښې ثبت کېدې.
سږ کال په پاکستان کې د پولیو ۸ پېښې ثبت شوي دي. وروستۍ پېښه پرون په خیبرپښتونخوا کې ثبت شوه. تراوسه په خیبرپښتونخوا کې د پولیو ۶ قضیې څرګندې شوې او دوې نورې په سند پورې تړاو لري.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د د پولیو ویروس پکې لا هم محوه شوی نه دی.
نامنظم واکسیناسیون او په یو وار د ډېر شمېر کډوالو راتګ په افغانستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو اصلي عوامل بلل کېږي.
د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د وروستي راپور له مخې، چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، له ۲۰۲۳ م کال څخه له پاکستان او ایران څخه ۶ میلیونه او ۳۰۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)