د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې د انګلستان او سریلانکا په څېر له پیاوړو لوبډلو مخکې شوه او شپږم مقام یې خپل کړی دی.
افغان کرکټ بورډ وایي، افغان ملي لوبډلې په تېرو څو کلونو کې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې غوره لوبې کړې دي او په پرله پسې سیالیو او لوبلړیو کې یې د بریاوو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره دغه ستر مقام خپل کړی دی.
کرکټ بورډ وایي، افغان لوبډله تل هڅه کوي چې لا غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي، سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي او په نړیوالو درجه بندیو کې لا لوړ مقامونه خپل کړي.
کرکټ بورډ دغه راز ړایي چې، د دې ترڅنګ افغان ابدالیان (الف لوبډله)، ایمرجېنګ او له نوولس کلنو کم عمره لوبډلو هم په پرله پسې ډول بریاوې ترلاسه کړې دي او پخپلو ډګرونو کې یې د افغانستان غوره استازولي کړې ده.
افغان کرکټ ملي لوبډله داسې مهال شپږم مقام خپلوي چې، نن په وروستۍ شل اووره لوبه کې له زمبابوې سره مخ ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)