یوه نوې څېړنه خبرداری ورکوي چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) یوازې لس دقیقې کارول هم د انسان د ستونزو د حل او د کار د دوام حوصله کمولی شي، او هغه کسان چې پرې ډېره تکیه کوي، په سختو کارونو کې ژر تسلیمېږي.
دا څېړنه د کارنیګي مېلن پوهنتون، د ماساچوسټس ټکنالوژۍ انستیتیوت (MIT)، اکسفورډ پوهنتون، د کلیفورنیا پوهنتون (برکلي) او یو سي اېل اې څېړونکو کړې او د ۲۰۲۶ کال د ژبنیو ماډلونو په نړیوال کنفرانس کې وړاندې شوې ده.
په دې څېړنه کې ۱,۲۲۲ کسانو ته د ریاضۍ د مسئلو د حل او د متن له لوستلو وروسته د پوښتنو د ځوابولو دندې ورکړل شوې.
ګډونوال په دوو ډلو ووېشل شول. یوې ډلې ته اجازه ورکړل شوه چې له مصنوعي ځیرکتیا مرسته واخلي، خو بلې ډلې ټولې پوښتنې په خپله حل کړې.
د څېړنې په پیل کې هغه کسان چې AI یې کاراوه، ښه نتیجه یې لرله او د بلې ډلې په پرتله یې لږې پوښتنې بېځوابه پرېښودې. خو کله چې څېړونکو د چټباټونو لاسرسی ترې بند کړ، همدغو کسانو ته د ورته مسئلو حل کول ستونزمن شول او د ژر تسلیمېدو احتمال یې ډېر و.
دغه پایلې په درېیو جلا ازموینو کې هم تکرار شوې، چې په ترتیب سره ۳۵۴، ۶۶۷ او ۲۰۱ کسانو پکې برخه اخیستې وه.
څېړونکي وايي، هغه کسان چې د چمتو ځوابونو د ترلاسه کولو لپاره پر AI تکیه کوي، د کار د دوام وړتیا یې تر ټولو ډېره کمېږي، خو هغه کسان چې AI یوازې د لارښوونې لپاره کاروي، لږ اغېز پرې کېږي.
د څېړنې اصلي لیکواله، د کارنیګي مېلن پوهنتون د دوکتورا محصله ګرېس لیو وايي، د ستونزمنو مسئلو د حل خپله هڅه د نوو مهارتونو په زدهکړه کې مهم رول لري. د هغې په وینا، هغه AI وسیلې چې سمدستي چمتو ځوابونه ورکوي، کاروونکي له هغه ذهني تمرین څخه بېبرخې کوي چې د خپلواکو وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره لازم دی.
څېړونکي باور لري، هغه کسان چې په څو ثانیو کې د ځواب په ترلاسه کولو عادت کوي، ښايي دودیزې لارې د ستونزو د حل لپاره بېځایه وختنیوونکې وبولي.
خو څېړنه ټینګار کوي چې یوازې د لنډمهاله اغېزو ارزونه یې کړې او دا یې نه ده ثابته کړې چې د لنډ وخت لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول د انسان ذهني وړتیاوو ته دایمي زیان رسوي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)