- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان په اړه د روبیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

د طالبانو ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې د بریدونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د نوموړي معلومات یو اړخیز دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر هغو معلوماتو تکیه کړې، چې د پاکستان له لوري ورته ورکړل شوي دي.
د طالبانو ویاند ویلي، افغانستان د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړیتوب موضوع مهمه بولي؛ خو دا واقعیت هم باید په پام کې ونیول شي، چې د جګړو پیل پاکستان کړی دی.
همدارنګه ښاغلي مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شلو هېوادونو ډلې (G20) د غونډې په څنډه کې ویلي وو، چې پاکستان د هغو بریدونو په اړه اندېښنه لري، چې د افغانستان له خاورې ترسره کېږي او د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.

- Advertisment -spot_img