- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مکې تړون پر پلې کېدو د پاکستان ټینګار

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وایي، د وروستیو پېښو له امله د مکې تړون د عملي کولو وخت رارسېدلی او پاکستان د دغه تړون له مخې خپلو ژمنو ته ژمن دی.

خواجه آصف له جیو نیوز ټلوېزیوني خپرونې سره په مرکه کې وویل، پاکستان د مکې تړون پابند دی او که اړتیا وي، خپله دنده به ترسره کړي.

د پاکستان دفاع وزیر څرګندونې وروسته له هغې شوې چې سعودي عربستان اعلان وکړ، هوايي دفاعي ځواکونو یې د مکې مکرمې په جنوب کې د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه شنډه او ویجاړه کړې ده.

د سعودي په مشرۍ د یمن د پوځي ائتلاف د یوه ویاند په وینا، دغه ډرون د سې‌شنبې په ماښام له دې مخکې ویشتل شوی چې د مکې مکرمې ممنوعه هوايي حریم ته ننوځي. د نوموړي په وینا، دا د حوثیانو له لوري د مکې د هدف ګرځولو دویمه هڅه وه.

خو حوثي چارواکو د مکې د هدف ګرځولو ادعا رد کړې ده. د دغې ډلې ویاند یحیی سریع ویلي، د دوی عملیات د سعودي د تېلو تاسیسات او پوځي اډې په نښه کوي او له سپېڅلو ځایونو څخه لرې دي.

بلخوا، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د دفاع په برخه کې د اسلام‌اباد بشپړ ملاتړ بیا څرګند کړ او ویې ویل چې پاکستان د سعودي ترڅنګ «اوږه پر اوږه» ولاړ دی.

شریف د مکې مکرمې پر وړاندې د ډرون د برید هڅه وغندله او له ټولو ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې له اعظمي زغم څخه کار واخلي او د لا زیاتې ترینګلتیا مخه ونیسي.

هغه وویل، سیمه لا له وړاندې د جګړو له امله له پراخو ستونزو سره مخ ده او د سولې لپاره خبرې اترې او ډیپلوماسي تر ټولو دوامداره لار ده.

خواجه آصف همداراز وویل چې د مکې تړون د درېیو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا یا جغرافیایي پولو د سرغړونې په صورت کې د متقابلې دفاع زمینه برابروي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دغه تړون د پلي کېدو په اړه «هیڅ ډول ابهام» نشته، خو زیاته یې کړه چې پاکستان به د خپلې دفاعي او پوځي ستراتیژۍ جزئیات په عامه توګه نه شریکوي.

- Advertisment -spot_img