- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر اوکراین د روسيې وروستي برید ته د ناټو غبرګون

د ناټو سرمنشي مارک روټه وایي، د پولنډ پولې ته نږدې د روسیې وروستی برید به له اوکراین څخه د دغه سازمان ملاتړ کم نه کړي. نوموړي د پولنډ پولې ته څېرمه پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي برید د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د «نهیلۍ» نښه بللې او ویلي یې دي چې مسکو هڅه کوي د اوکراین په ملاتړ کې د لوېدیځ هېوادونو یووالی کمزوری کړي، خو د ناټو ځواب به د اوکراین لا زیات ملاتړ وي.
د راپورونو له مخې، یوې روسۍ بې‌پیلوټه الوتکې د اوکراین او پولنډ پولې ته نږدې یو مسافر وړونکی اورګاډی په نښه کړی چې د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر بوریس جانسن، د سویډن پخوانی لومړی وزیر کارل بیلټ او یو شمېر اروپایي امنیتي سلاکاران یې لېږدول. د اوکراین د اورګاډي ادارې ویلي، دغه اورګاډی له ټاکلي وخت مخکې له «یاهودین» تمځای څخه وتلی و او احتمال شته چې اصلي هدف همدا اورګاډی و. په برید کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د ګارډین د راپور له مخې، د برید پر مهال د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانی مشر ډیویډ پټریاس هم په یوه بل اورګاډي کې و چې په یاهودین تمځای کې ولاړ و.
بل‌خوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې روسي ځواکونو د شپنیو بریدونو پر مهال د اوکراین لوژستیکي او انرژۍ تاسیسات او په لوېدیځ کې هغه بنسټیز تاسیسات په نښه کړي چې له اروپا څخه د پوځي اکمالاتو د لېږد لپاره کارېږي.
په همدې حال کې، د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک خبرداری ورکړی چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو زیاتوالی ښایي پولنډ هم اغېزمن کړي او دغه هېواد نه شي کولای خپلې خاورې ته د جګړې د احتمالي غځېدو خطر له پامه وغورځوي.

- Advertisment -spot_img