د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي، له غزې او د منځني ختیځ له پراخ کړکېچ څخه نیولې تر اوکراین، سوډان او نورو سیمو پورې، نړۍ سولې ته اړتیا لري.
ښاغلي ګوټرېش زیاته کړې، چې حکومتونه باید د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي او د هېوادونو حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکي رعایت کړي.
هغه د اختلافاتو پر سولهییز هواري ټینګار کړی او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته یې پاملرنه د حکومتونو له مهمو ژمنو بللې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال د سولې غوښتنه کړې، چې په غزه، اوکراین، سوډان او د نړۍ په ځینو نورو سیمو کې جګړې او کړکېچونه دوام لري.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)