- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان د بازارونو د انسجام شرکت (AMNC) له ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان د بازارونو د انسجام شرکت (AMNC) د خصوصي سکټور په مالي مرسته، د ۶۰۰ زره افغانۍ په ارزښت شاوخوا ۱۰.۱ ټنه خوراکي توکي د ۱۰۰ سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو لپاره برابر کړي دي.

په دغو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، دال او شین چای شامل دي. دغه خوراکي توکي د وېش لپاره د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ته سپارل شوي دي.

د افغانستان د بازارونو د انسجام شرکت (AMNC) وايي، غواړي له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او مرسته کوونکو بنسټونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، څو له طبیعي پېښو زیانمنو کورنیو ته لا ډېرې مرستې ورسوي.

- Advertisment -spot_img