د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان یې نږدې ملګری دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ چارې به په ښه توګه روانې وي.
ټرمپ دا خبره ایرلنډ ته د خپل سفر پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده. له هغه څخه پوښتنه شوې وه چې ایا محمد بن سلمان له امریکا غوښتي چې د حوثیانو پر ضد جګړه کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړي د سعودي عربستان د «ختیځ ـ لویدیځ» د تېلو پر مهمه نللیکه د شوي برید په اړه، چې ایا ایران پکې لاس لري، وویل: «ښايي همداسې وي.»
ټرمپ زیاته کړې چې حوثیانو له امریکا سره اړیکه نیولې ده. د هغه په وینا، حوثیان نه غواړي چې امریکا له دوی سره جګړه وکړي او هڅه کوي چې د نورو بېړیو د تېرېدو لار پرانیستې پاتې شي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «یوازې له یوه هېواد سره هغوی چندانې ښه نه دي او موږ به دا ستونزه هواره کړو.»



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)