د افغانستان پېژندل شوی سندرغاړی داوود سرخوش وايي، په سرطان اخته شوی و، خو اوس له دې ناروغۍ روغ شوی او روغ رمټ دی.
سرخوش په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د ناروغۍ پر مهال یې جراحي کړې، وړانګو او کیمیاوي درملنه یې ترلاسه کړې او اوس بېرته خپل عادي ژوند ته د ستنېدو په حال کې دی.
نوموړي خپلو مینهوالو ته ډاډ ورکړی چې اوس یې روغتیا ښه ده او له هغوی یې غوښتي چې په دې اړه اندېښنه ونه کړي.
سرخوش شاوخوا دوه کاله وړاندې خپله وروستۍ سندریزې نندارې ته وړاندې کړې وه او له هغې وروسته د ناروغۍ له امله د یوې مودې لپاره له سندرو ویلو او ټولنیزو شبکو لرې پاتې شوی و.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)