- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حسیني: تاریخ او جغرافیه باید د قومي اختلافونو وسیله نه شي

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالستار حسیني وايي، تاریخ او جغرافیه باید د قومي، ژبنیو او سیمه‌ییزو اختلافونو د رامنځته کولو لپاره ونه کارول شي.

حسیني د کولاب، سلیمان غره او نورو تاریخي سیمو په تړاو ویلي، چې د دغو سیمو تېر تاریخ باید د تاریخي لاسوندونو او علمي څېړنو پر بنسټ وڅېړل شي، نه د قومي لیدلوري له مخې.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان ټول قومونه د ګډ تاریخ برخې دي او هېڅ قوم حق نه لري چې د هېواد کومه برخه خپله ځانګړې شتمني وبولي.

حسیني خبرداری ورکړی، چې د قومي او ژبنیو اختلافونو پارول کولای شي د سیاسي او استخباراتي موخو لپاره د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي. هغه ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او راتلونکی یې باید د ثبات، عدالت، پرمختګ او یو بل ته د درناوي پر بنسټ جوړ شي.

- Advertisment -spot_img