د افغانستان د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه کې د نوموړي په اړه پیغام خپور کړی دی.
عبدالله عبدالله ویلي، احمدشاه مسعود د افغانستان له هغو مهمو څېرو څخه و چې باور یې درلود د هېواد ستونزې د ټولو وګړو د برابر حقونو په خوندي کولو سره هوارېدای شي.
نوموړي احمدشاه مسعود د افغانستان لپاره «صادق او ژمن» شخصیت بللی او ویلي یې دي چې هغه د خپلو خبرو او کړنو له لارې خپل دریځ ثابت کړی و.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)