رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له امریکا غوښتي، څو د یمن د حوثیانو پر ضد د دغه هېواد په دفاع کې مرسته وکړي.
د راپور له مخې، امریکا تر اوسه د حوثیانو پر ضد د نېغو بریدونو کولو ته چمتووالی نه دی ښودلی، خو د استخباراتي مالوماتو د شریکولو په برخه کې یې له سعودي عربستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.
رویټرز وايي، امریکا او سعودي عربستان تر اوسه په رسمي ډول د دغې مرستې په اړه څه نه دي ویلي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ایران له ملاتړه برخمن حوثیان په وروستیو ورځو کې پر سعودي عربستان بریدونه پراخ کړي دي. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
ځینو سرچینو ویلي چې حوثیان د «بابالمندب» سمندري لارې ته نږدې شوي او خپل بریدونه یې پراخ کړي دي.
حوثیانو د خپلو بریدونو پر مهال د امریکا او اسرائیلو پر ضد شعارونه هم ورکړي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)