د فرانسې «لوموند» ورځپاڼې راپور ورکړی چې اوکراین د روسیې د پرلهپسې بریدونو له امله د راتلونکي ژمي لپاره له جدي ستونزو سره مخ دی.
د راپور له مخې، روسي ځواکونو د اوکراین د برېښنا، اوبو او ترانسپورټ پر بنسټونو بریدونه زیات کړي او دغه وضعیت د ژمي پر مهال د برېښنا او نورو اړینو توکو د کمښت اندېښنې زیاتې کړې دي.
«لوموند» وايي، د اوکراین د هوايي دفاع د مهماتو زېرمې هم کمې شوې دي. د راپور له مخې، د «پېټریاټ» دفاعي سیستمونو لپاره د توغندیو زېرمه نږدې پای ته رسېدلې او د امریکا او اروپايي هېوادونو له لوري د نویو توغندیو د برابرولو بهیر هم له ستونزو سره مخ دی.
راپور زیاتوي چې اوکرایني چارواکو د مهمو بنسټونو د ساتنې لپاره چمتووالی نیولی، خو د روسیې د بریدونو د زیاتېدو په صورت کې د اوکراین د هوايي دفاع کمښت کولای شي د ژمي پر مهال د انرژۍ او نورو اړینو توکو د کمښت ستونزه لا پسې جدي کړي.
د «لوموند» په وینا، د اوکراین د ژمي د تېرولو وړتیا تر ډېره د هوايي دفاع د پیاوړتیا او د نړیوالو مرستو پر دوام پورې تړلې ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)