- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رویټرز: د ایران جګړه ښايي د امریکا په یوه اوږده جګړه بدله شي

رویټرز په یوه تازه شننه کې ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا روانه جګړه ښايي د افغانستان او عراق له اوږدو جګړو سره ورته برخلیک پیدا کړي او په یوه اوږدمهاله شخړه بدله شي.

د راپور له مخې، د امریکا د ایران پر وړاندې شپږ میاشتنۍ جګړه تر اوسه د واشنګټن ټولې ټاکل شوې موخې نه دي پوره کړې او د جګړې د پای لپاره روښانه تګلاره هم نه لیدل کېږي.

رویټرز وايي، امریکا په دې جګړه کې تر ډېره له هوايي او سمندري ځواک څخه کار اخلي. د راپور له مخې، دغو بریدونو ایران ته پوځي او اقتصادي زیانونه اړولي، خو د ایران حکومت یې نه دی کمزوری کړی او نه هم د دغه هېواد د اټومي پروګرام د درولو موخه په بشپړه توګه ترلاسه شوې ده.

شنونکي خبرداری ورکوي چې جګړه ښايي د نومبر له منځمهالو ټاکنو وروسته هم دوام وکړي. د دوی په وینا، د اوږدې جګړې اقتصادي لګښتونه، د تېلو د لېږد ګډوډي او د امریکا دننه د جګړې پر وړاندې مخالفتونه د واشنګټن لپاره ستونزې زیاتوي.

د رویټرز په وینا، د افغانستان او عراق له جګړو څخه یوه مهمه زده‌کړه دا وه چې د اوږدمهاله جګړو سیاسي او اقتصادي لګښتونه ډېر لوړ وي او له یوه ټینګ هوډ لرونکي مخالف سره د چټکې بریا تمه کول له ستونزو سره مخ کېدای شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې بیا ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړې دي او د ایران اقتصاد د بندیزونو او سمندري کلابندۍ له امله سخت زیانمن شوی دی.

- Advertisment -spot_img