- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان ایران ته: د حوثیانو د بریدونو د درولو لپاره خپل نفوذ وکاروئ

رویټرز خبري اژانس د سعودي، پاکستاني او ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان ایران ته د سعودي عربستان خبرداری رسولی او له تهران څخه یې غوښتي چې پر حوثیانو د خپل نفوذ له لارې د سعودي عربستان پر وړاندې د بریدونو د درولو لپاره اقدام وکړي.

د سرچینو په وینا، د پاکستان دغه ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې په سیمه کې د روان کړکېچ د لا پراخېدو او د شخړې د له کنټروله وتلو مخه ونیول شي.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي هم منلې چې پاکستان دغه پیغام ایران ته رسولی، خو ویلي یې دي چې ایران پر حوثیانو واک نه لري. په ورته وخت کې، دوو ایراني سرچینو رویټرز ته ویلي چې تهران تېره اوونۍ حوثیانو ته پر سعودي عربستان د برید امر کړی و.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی چې که د سعودي عربستان پر خاوره بریدونه پراخ شي، د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ امنیتي هوکړه ښايي فعاله شي.

نوموړي ویلي، پر دغو درېیو هېوادونو له یوه هېواد څخه برید د ټولو درېیو هېوادونو پر وړاندې تېری ګڼل کېدای شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، که شخړه پراخه شي، د پاکستان پوځي ونډه به یوازې د سعودي عربستان د خاورې تر دفاع محدوده وي او دغه هېواد په نورو هېوادونو کې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو پلان نه لري.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې حوثیانو په سعودي عربستان کې پر یوې هوايي اډې او د تېلو پر مرکزونو بریدونه وکړل. د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.

رویټرز وايي، د شخړې پراخېدو د سیمې د امنیت او د نړۍ د تېلو د رسولو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

- Advertisment -spot_img