د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، زلمی خلیلزاد چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی و، اوس د دغه هېواد د حکومت کارکوونکی نه دی او د واشنګټن په استازیتوب فعالیت نه کوي.
د دغه وزارت په وینا، افغانستان ته د خلیلزاد اوسني سفرونه شخصي دي او له امریکا سره د رسمي استازولۍ په توګه تړاو نه لري.
خلیلزاد په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی او له طالب چارواکو، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې هم لیدلي دي. د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د خلیلزاد له وروستیو لیدنو سره هممهاله، د هغه د سفرونو او له طالب چارواکو سره د لیدنو په اړه د سیاسي شنونکو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه هم راپارېدلي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)