- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراقچي: امریکا د بندیزونو له لارې خپلو موخو ته ونه رسېد

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، امریکا د ایران پر وړاندې د بندیزونو له لارې خپلو موخو ته نه ده رسېدلې او وروسته یې د اسرائیلو په استازیتوب له تهران سره جګړه پیل کړې ده.

عراقچي د سې‌شنبې په شپه، د سپټمبر پر ۸مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې واشنګټن د ایران له لوري د ۴۷ پړاو بندیزونو له لګولو سره سره خپلو موخو ته نه دی رسېدلی.

هغه ادعا کړې چې له ایران سره د جګړې پایلې د امریکا لپاره، په ځانګړي ډول د دغه هېواد د نړیوال اعتبار او دریځ له پلوه، «فاجعه‌بارې» دي.

عراقچي د امریکا پر نویو بندیزونو نیوکه کړې او په طنزي ډول یې ویلي چې واشنګټن د بندیزونو او جګړې له لارې خپلو موخو ته له نه رسېدو وروسته، د ستونزې «نوښتګر حل» په توګه یو ځل بیا پر ایران د نورو بندیزونو لګولو ته مخه کړې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر هوايي صنعت نوي بندیزونه اعلان کړل. د دغه وزارت په وینا، په نویو بندیزونو کې د ایران ۲۷ هوايي شرکتونه هم شامل دي.

- Advertisment -spot_img